دغه شرکت په ختیځه سیمه کې خپل د نسل پالنې فارم یا نسل کونکی هم جوړوي چې د هګیو څخه به د یوورځینی چرګوړو او همدارنګه د خوراک لپاره هم چمتو کوي. د غه فارم به په یو وخت کې د 5,000 نسل ورکوونکو د ساتنی ظرفیت ولري او افغانستان ته به د هګیو واردولو اړتیا کمه کړي او هم به بازار ته د د امراضو څخه پاکی هګی او چورګوړی عرضه کړی. د اخوت شرکت مرستیال احسان الله په ویاړ وویل: ”دا هچري چمتو ده چې د افغانستان د چرګانو فارمونو ته خدمت وکړي ترڅو د چرګانو فارمونه پراخ کړي او نور نوي فارمونه جوړ کړي. هچري به د چرګانو د نویو فارمدارانو وده وهڅوي ځکه چې دوی به اوس په سیمه ایزه توګه د ناروغیو څخه پاک، ورځنی چرګانو باوري سارچینې ته لا سرسی ولري. زموږ د سوداګر وروستۍ موخه د سیمې د چرګانو اوسني صنعت ته پراختیا ورکول دي. زموږ چرګان او تولید شوی هګۍ به په لومړي پړاو کې د ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او کابل بازارونو ته وړاندې شي او په ورستۍ پړاوونو کې به د چرګانو هګۍ او محصولات د هېواد بېلا بېلو برخو ته رسوي. شرکت خپل ځانګړی مجهز نقلیه وسایط او موټر هم لري ترڅو د یو ورځنی چرګوړی په لومړني حالت کې پیرودونکو ته په هر ځای کې وړاندې کړي.
اخوت ګروپ شرکت
اخوت بلال پس منظر
اخوت هچري خپل لومړی هچ د ۲۰۰۷ کال د د ډسمبر په ۲۸ مه تولید کړ او په نږدې ۲۴ کلونو کې دا ډول لومړی عملیات دي. هچینګ د ٪83 د هچ نرخ سره د لوړ کیفیت څخه ګڼل کیده. اخوت هیچری د چرګانو یو خصوصي شرکت ده چې د لومړی ځل لپاره یی داسی فعالیت ترسره کړ او دا د یو ایس ای ډي پرمختیایي پروګرام – ختیځې سیمې، د خصوصي ساکتور پراختیا ټیم په مرساته جوړ شوې او په فعالیت یې پیل وکړ. او همدارنګه د یو بل یو ایس ای ډي تمویل شوي سازمان اې آر ایف سي له لرې د هچري لپاره پور تر لاسه کړ. د چرګانو لپاره لومړنۍ هګۍ د ختیځې سیمې د چرګانو د پروګرام په ملاتړ د اې ډي پي / ای د کرنې د سوداګرې پروګرام لخوا چمتو شوي. دغه نوي تولید شوی یو ورځینی چرګوړی به د سپین غر د چرګانو د اتحادیې له خوا په خپلو غړو ویشل کیده، چې نیمایي برخه یی ښځینه فارمدارانی وی، چې د سوداګریزو موخو لپاره یې پالل کیده .
دغه Akhwat Hatchery هیچری د جلال اباد ښار سوېل ختیځ ته په لس کیلومتری کې د هډې اخندزاده په سیمه کې موقعیت لري .په میاشت کې د 96,000 هګیو د اچولو ظرفیت لري.
۱۷
د کلونو تجربې
۲۵
د ټیم غړي